د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی چارواکی ډاکټر نورمحمد مراد د امریکا کرکټ ادارې اجرائیوي رییس ټاکل شوی دی.
د امریکا کرکټ بورډ د چنګاښ په ۲۱مه ډاکټر نورمحمد مراد د دې ادارې د نوي اجرائیوي رییس او وینو پیسکي د عمومي رییس په توګه ټاکل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دوی د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې یوه کمېټه ټاکلې وه، څو د ادارې لپاره نوی اجرائیوي رییس او چیرمین پیدا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، یادې کمېټې له اعلان وروسته ګڼ شمېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړل چې په ترڅ کې یې له شپږو کسانو انټرویوګانې واخیستل شوې چې په پایله کې ډاکټر نورمحمد مراد د اجرائیوي رییس او وینو پیسکي د چیرمین یا عمومي رییس په توګه وټاکل شول.
ډاکتر نورمحمد مراد چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی، له ۲۰۱۲ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس و.
د هغه د مسوولیت پر مهال افغانستان د کرکټ دویمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ او وې وکولی شوای د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۵ کال د یوه ورځني کرکټ نړېوال جام ته لاره پیدا کړي.
دغه راز کله چې دی د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس و، نو د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته په نړېواله کچه د غوره لاسته راوړنو له امله د «سپورتي روحيې او زياتو لاسته راړونو» جايزه ورکړل شوه.
دا جايزه د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې ورکړل شوه چې د ليوريس سپورتي پرمختګونو په موخه په ماليزيا هېواد کې جوړه شوې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رییس نسیمالله دانش چې اوس په امریکا کې اوسېږي، د ډاکټر مراد ټاکنه د افغانستان او افغانانو لپاره دا د ویاړ ځای بولي چې د نړۍ د یوه ستر هېواد د کرکټ ادارې د اجرائیوي رییس په توګه ټاکل کېږي.
هغه زیاته کړه: «زه له ټولې پروسې په جریان کې وم، د ډېرو مهمو هېوادونو د کرکټ ادارو برحاله او پخواني چارواکي دې پوسټ ته کاندید شوي وو چې له نېکه مرغه د افغانستان کاندید دا پوسټ وګاټه.»
هغه وویل چې د افغانستان کدرونو ته په نورو هېوادونو کې دومره ستر پوسټونه ورکول کېږي خو په هېواد کې دننه ورته د کار زمینه نه برابرېږي او اکثره کدرونه له هېواده وتلي دي.
د یادونې ده، ډاکتر نورمحمد مراد له تېرو څو کلونو راهیسې په کابل کې د ملګرو ملتونو له یوې ادارې سره هم دنده ترسره کړې ده.
Views: 11