د ايران د خراسان رضوي انقلاب او عمومي څارنوال حجت صدیقي ویلي چې د روان کال له پيله د لېندۍ میاشتې تر پايه په ګډو پولو کې ۳۰ زره او ۸۲۰ غیرقانونی افغان ګډوال دغه هېواد ته له داخلېدو مخکې نيول شوي او بېرته افغانستان ته ورګرځول شوي دي.
پژواک د دغه ایراني مقام له قوله راپور ورکړی چې یاد کسان له نیول کېدو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
حجت صدیقي ویلي: «یاد شمېر غیرقانوني اتباع د ایران ته له داخلېدو مخکې د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې د شمال ختیځ پولو وسلهوالو ځواکونو له لورې نیول شوي دي.»
د هغه په خبره، د هغو افغانانو په شمېر کې چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه ایران ته ولاړ شي، د تېر کال د همدې وخت په پرتله د پام وړ کموالی راغلی دی.
د ایران رضوي خراسان انقلاب او عمومي څارنوال زیاته کړې، د دوغارون ستراتیژیکه ګذرګاه دغه هېواد د «افغانستان د غیر قانوني» اوسېدونکو د خروج مهمه لاره ده او دا پروسه هره ورځ له همدې پولې څخه جریان لري.
هغه ټینګار کړی، د ایران ختیځې پولې د افغانستان اوسېدونکو هر ډول غیرقانوني ورود لپاره ناامنې دي او له سرغړونکو سره به قانوني او قاطع چلند وشي.
د دوغارون پوله د خراسان رضوی تایباد ښار په ۱۸ کیلومترۍ کې موقعیت لري چې ایران ته د افغان مسافرینو د داخلېدو اصلي لاره ده.
Views: 8