د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغان بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، یاد کسان تېره ورځ هېواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم د سرحدي امریتونو معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسناد نه درلودو له امله له درېیو تر ۲۰ ورځو پورې بندیان وو.
یاد وزارت زیاته کړې، دغه کسان هېواد ته له راستنېدو وروسته له اړوندو سازمانونو مرستې هم ترلاسه کړې دي.
Views: 11