سعودي عربستان شپږ ایرانیان د نشهيي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي او د ایران بهرنیو چارو وزارت د دغه کار په غبرګون کې په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړی.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې یاد شپږایرانیان د سعودي عربستان د خلیج په ساحل کې د دمام په ښار کې اعدام شول.
پژواک لیکلي، د فرانس پرس اژانس د رسمي شمیرو له مخې ریاض په ۲۰۲۴ کې ۱۱۷کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي دي.
د سعودي چارواکي وايي د عامه نظم د ساتلو لپاره د مرګ سزا ضروري ده او یوازې داستیناف د محکمې له حکم وروسته پلي کېږي.
د ایران ایسنا خبري اژانس لیکلي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دغه کار په غبرګون کې په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضارکړی دی.
سرچېنې لیکلي، ایران د سعودي عربستان سفیر ته اعتراضلیک سپارلی او ټاکل شوې چې د ایران یو حقوقي پلاوی هم د دغې موضوع د څېړنې په موخه ریاض ته ولاړ شي.
Views: 11