د امریکا په لویزیانا ایالت کې یوه کس په یوه ډک بازار کې خلک په موټر وهلي چې له امله یې لږ تر لږه لس کسان مړه او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
دا پېښه د سهار په ۳:۱۵ دقیقو د نیو اورلېن په بوربن کوڅه کې شوې، چې د جشنونو او د نوي کال د محفلونو په جوړولو نړیوال شهرت لري.
د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي، این کییرکپټریک، ویلي: «دا یو قصدي عمل و او دې کس غوښتل چې خپل موټر څومره چې ممکن وي پهډیرو خلکو وروړي، موټر چلوونکي پر پولیسو ډزې هم کړې او د فدرالي تحقیقاتو اداره (FBI) د پېښې په اړه څېړنې کوي.»
تر اوسه د دغې پېښې لامل او د موټر چلوونکي هويت نه دی په ډاګه شوی
Views: 4