د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایی، په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۲۲ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یاد فدراسیون راپور ورکړی چې د وژل شوو خبریالانو له ډلې ۱۴ یې ښځې وې.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ایافجي) ۲۰۲۴ کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بللی او زیاته کړې یې ده چې د خبریالانو ۵۸ سلنه وژنې د فلسطین، لبنان او سوریې په ګډون په منځني ختیځ کې شوې دي.
د یاد بنسټ د شمېرو له مخې، په یاد کال کې ۲۲ خبریالان په اسیايي هېوادونو کې وژل شوي چې له ډلې یې اووه خبریالان په پاکستان او درې نور په هند کې ثبت شوي دي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون دغه راز په ۲۰۲۴ کال په امریکا کې د نهو خبریالانو او اروپایي هېوادونو کې د څلورو خبریالانو د وژل کېدو یادونه کړې ده.
یاد فدراسیون ویلي چې په یاد کال کې څلور خبریالان په اروپا کې وژل شوي چې ډېر یې د اوکراین په جګړې پورې اړه لري، خو دا شمېرې د نورو کلونو په پرتله ټیټې شوې او دغه راز اروپا د خبریالانو لپاره تر ټولو امنه لویه وچه ګڼل کېږي.
د یاد بنسټ د شمېرو له مخې، په فلسطین کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د وژل شوو خبریالانو شمېر ۱۴۷ تنو ته رسېدلی دی.
د خبریالانو د نړۍوال فدراسیون د راپور له مخې، د تېر میلادي کال د ډسمبر تر ۳۱مې د بندي خبریالانو شمېر۵۱۶ تنو ته رسیږي چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
راپور کې زیاته شوې چې چین د ۱۳۵ بندي خبریالانو په درلودو سره د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو لوی زندان دی.
ورته مهال، د خبریالانو نړۍوال فدراسیون له ملګرو ملتونو څخه د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
Views: 5