د مرکزي اسیا (کافا) فوټسال جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او تاجکستان لوبه دوه په دوه مساوي شوه.
دا سیالۍ د تاجکستان په کوربهتوب د دغه هېواد پلازمینې دوشنبې ښار کې روانې دي.
د مرکزي اسیا فوټسال فدراسیون(کافا) لخوا د زمري په ۶مه، د شپې ناوخته پر ټویټر لیکل شوي چې د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو یو ګول وهلی و.
سرچینې زیاته کړې چې په دویمه نیمایي کې هم افغانستان او تاجکستان یو یو ګول ووهلو او د لوبې تر پایه پورې نتیجه همداسې پاتې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې په دې سیالیو کې افغانستان قرغزستان او ازبکستان ته ماتې ورکړې ده، خو ایران بیا له افغانستان څخه لوبه ګټلې ده.
افغانستان به خپله وروستۍ لوبه له ترکمنستان سره ترسره کوي او نن په نورو لوبو کې ترکمنستان قرغزستان او ایران ازبکستان ته ماتې ورکړه.
افغانستان اوو نومرو سره په دې سیالیو کې تر اوسه درېیم مقام کې دی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون قرغزستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو د فوټسال ملي لوبدلې برخه لري.
Views: 12