د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستان د سهشنبې په ماخوستن شاوخوا نهه بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل چې د طالبانو د ویاند د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور ټپیان شول.
خو تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله ویلي وو چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
له بل لوري، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمهییز مسوول سنجي ویجیسکرا پر خپله اېکسپاڼه پر دغو بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده: «ماشومان باید هیڅکله هم په نښه نشي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي، د باوري راپورونو له مخې پکتیکا کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو کې لسګونو ملکیانو چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یو شمېر افغان سیاستوالو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید پر سختو ټکو غندلی او دغه برید یې د افغانستان د حاکمیت نقض او د ټولو ملي او نړۍوالو اصولو خلاف عمل ګڼلی دی.
Views: 18