د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانستان-کاناډا کلتوري کور له‌خوا د یلدا شپه په خورا هنري او فرهنګي بڼه ونمانځل شوه.

دسمبر 23, 2024

په دې کلتوري ماښام کې ګڼ شمېر افغان شاعرانو، لیکوالان، او د فرهنګ مینه‌وال راټول شوي وو، چې د یلدا د شپې تاریخي او کلتوري ارزښت په اړه یې نظرونه شریک کړل.

د دې ځانګړې غونډې یوه مهمه برخه شعر او موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه، شاعرانو خپل ښکلي شعرونه ګډونوالو ته وړاندې کړل، او د دې ترڅنګ پخوانۍ افسانې او روایتونه هم ګډونوالو ته بیان شول.

دغه فرهنګي او هنري ماښام د یلدا د شپې په تاریخي، ادبي، او کلتوري ارزښتونو د رڼا اچولو ترڅنګ د ګډونوالو لپاره یوه په زړه پورې هنري شپه وه.

د دې ځانګړې ماښام بشپړ راپور تاسو د وصال تلویزیون په یوټیوب چینل کې لیدلی شئ.

Views: 6