رسنیو د یونان د ساحلي ګارډ له قوله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې رودس جزیرې ته نږدې د یوې کښتې ډوبېدو له امله اتو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ نور ژغورل شوي دي.

اسوشیټدپرس راپور ورکړی چې یاده کښتۍ د یونان د ساحلي ګارډ د ځواکونو له ګزمې تښتېدله چې د یونان په ختیځ کې رودس جزیرې ته نږدې ډوبه شوې ده.

د راپور له مخې، په یاده پېښه کې اتو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او دغه ‌راز د یونان د ساحلي ګارډ په عملیاتو کې ۱۸ تنه؛ ۱۲ سړي، درې ښځې او درې ماشومان چې ټول افغانان وو، ژغورل شوي.

د یونان ځايي چارواکو ویلي چې ځینې ژغورل شوي کسان په روغتون کې بستر شوي او د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یونان ساحلي ګارډ ټینګار کړی چې دوه تنه د ترکیې اوسېدونکي یې د یادو کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي.

د ویلو ده چې یونان اروپايي ټولنې ته د کډوالو ننوتلو یوه له اصلي لارو څخه ده او کډوال هڅه کوي له دې لارې څخه په تېرېدو اروپا ته ورسېږي.

Views: 6