ټورنټو کې میشتو افغانانو په ځانګړو مراسمو سره د یلدا شپه و نمانځله او له یو بل سره یې خپلې خوږې او ترخې خاطرې شریکې کړې.
یاد مراسم چې د کورنیو او دوستانو په ګډون په یوه په زړه پورې فضا کې ترسره شول، د اړیکو د بیا را ژوندې کولو او د افغانانو د فرهنګي ارزښتونو د نمانځلو یو ښه فرصت و.
په دغه شپه د حافظ او مولانا شعرونه وویل شول او ګډونوالو د حافظ فال په لیدلو د یلدا شپې معنونیت تجربه کړ. یوه ګډونوال وویل: «دغه شپه زموږ لپاره د کورنیو د راټولېدو او د انار او هندواڼې خوږ خوند را یادوي. ان که له وطنه لرې واوسو، کولای شو په یادو مراسمو له خپل کلتور سره خپلې اړیکې وساتو.»
ژوندۍ موسیقي او هنري نندارې هم دغه پروګرام کې ترسره او د وطن یادونه پرې تازه شول د افغان هنرمند راشد اریا ځانګړې ننداره له تاوده هرکلي سره مخ شوه او د ګډونوالو ترمنځ یې د زړه تنګوالي احساس په هیله او خوښۍ بدل کړ.
یاده شپه په کاناډا کې د میشتو افغانانو لپاره نه یوازې یو جشن، بلکې د کډوالو په ټولنه کې د هویت ساتنې او یووالي رامنځته کېدو لپاره یو فرصت و. یلدا یو ځل بیا ثابته کړه چې دودونه او فرهنګونه کولای شي ان د نړۍ په تر ټولو لرې سیمو کې هم موږ ته دا را یاده کړي چې رېښې مو د هېرېدو نه دي.
Views: 8