د راپورونو له مخې، د برازیل په جنوبختیځ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳۸ مړه شوي او اته تنه ټپیان دي.
د امریکا غږ راپور له مخې، دا پېښه تېره ورځ د برازیل د میناس ګیریاس په ایالت کې د یو بس ټکر له امله شوې او له ټکر وروسته بس موټر اور اخیستی.
په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپیان دي.
د برازیل ولسمشر لیوس ایناسیو لولا ډا سلوا هم دغه پېښه ناوړه غمیزه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
Views: 5