د فیلیپین هېواد پلازمېنې مانیل ته نږدې په یوه جهيل کې د مسافروړونکې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.
دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکې مړه او تر شپږو ډېر کسان نادرکه دي او د یاد هېواد ساحلي ګارد ۴۰ کسان ژغورلي هم دي.
رویټرز د یاد هېواد د ساحل ساتونکو له قوله لیکلي چې د یادې کښتۍ د ډوبېدو پېښه به وڅېړي او د ژغورنې عملیات روان دي.
دا د روان زیږدیز کال په تېره مارچ میاشت کې د فیلیپین په سوېل کې د یوې بېړۍ د اورلګېدنې له پېښې وروسته چې ۳۳ کسانو خپل ژوند په کې بایللی و، دویمه خونړۍ پېښه ده.
Views: 22