د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې زمبابوې ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د دغو سیالیو لوبلړۍ وګټله.

نننۍ لوبه چې د زمبابوې د پلازمېنې په هرارې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په یاده سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۳۱م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې.

په توپ‌اچونه کې الله ‌محمد غضنفر پنځه، راشد خان درې، عظمت الله عمرزي او فرید ملک د زمبابوې یو یو لوبغاړی وسوځول.

مقابل کې ورکړل شوې هدف افغان لوبډلې په ۲۷م اور کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ دوه پر صفر له زمبابوې څخه وګټله.

په دغه سیالۍ کې صدیق الله اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹، حشمت الله شهیدي ۲۰ او ۱۷ منډې وکړې.

د افغانستان او زمبابوې کرکت لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ورښت له امله بې‌پایلې پای ته رسېدلی وه او دویمه لوبه بیا افغان لوبډلې ګټلې وه.

د یادونې ده، افغان لوبډله به له یو ورځنیو سیالیو وروسته له زمبابوې سره دوه د ټېسټ لوبې هم ترسره کړي چې لومړۍ لوبه به یې د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شي.

Views: 12