د راپورونو له مخې، که د متحده ایالتونو د استازو جرګه نن (جمعه) د دغه هېواد دولتي بودجه تمدید نه کړي، ډېرې حکومتي ادارې به د بودجې د کموالي له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
رویټرز پرون په یوه راپور کې ویلي، که د امریکا د استازو جرګه (کانګرس) نن د دغه هېواد دولتي بودجه تمدید نه کړي، نو ډېری حکومتي ادارې به یې د بودجې کموالي له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شي.
راپور کې راغلي، ځینې مهمې حکومتي ادارې به پرانیستې وي خو ډېری حکومتي کارکوونکي به د بودجي تر منظورۍ پورې رخصت شي.
د معلوماتو له مخې، کانګرس د هر مالي کال په پیل سره د امریکا د دولتي ادارو بودجه منظوروي خو د روان کال په څېر ځیني کلونه دغه منظوري ځنډیږي او په دولتي چارو کې د ځنډ مخنیوي لپاره بیا لنډمهاله بودجه تصویبوي.
د راپور له مخې، د امریکا د دولتي ادارو اوسنۍ بودجه نن (ډسمبر ۲۰مه) پای ته رسېږي او نوې هغه چې د راتلونکي زېږیز کال د مارچ تر ۱۴مې به دوام وکړي، کانګرس ته د منظورۍ په موخه استول شوې ده.
Views: 5