افغان کرکټ ملي لوبډلې روان میلادي کال له ایرلینډ، سوېلي افریقا، بنګله‌دېش او زمبابوې لوبډلو څخه درې د یو ورځنیو او دوه د شل‌اووریزه سیالیو لوبلړۍ ګټلې دي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وویل، روان کال افغان لوبډلې پنځه لوبلړۍ ګټلې دي چې درې په کې د یو ورځنیو لوبو او دوه د شل‌اووریزه لوبلړۍ شاملې دي.

هغه زیاته کړه، افغان لوبډلې له سوېلي افریقا او بنګله‌دېش لوبډلو څخه د یو ورځینو لوبو لړۍ او همدارنګه له ایرلینډ څخه یې بیا د یو ورځنیو او شل اووریزه لوبو لړۍ وګټله.

هغه وویل، افغان لوبډلې د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۴مه له زمبابوې څخه د شل‌اووریزو، په مارچ میاشت کې له ایرلینډ څخه د شل‌اووریزو او یو ورځنیو، په سپټمبر میاشت کې له سوېلي افریقا د یو ورځنیو او دغه راز یې په نومبر کې له بنګله‌دېش څخه د یو ورځينو سیالیو لوبلړۍ وګټلې.

افغان لوبډله چې اوسمهال په زمبابوې کې ده، له دې لوبډلې سره سبا د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ‌ پیلوي چې له هغه وروسته به ورسره دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي.

Views: 11