د راپورونو له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو کې د الجزیرې د یوه خبریال په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې د اسرائيلو تازه بريدونو له امله د الجزیرې د یوه ويډیو خبريال او د ژغورنې کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

راپور کې راغلي چې د الجزیرې ټلوېزیون ویډيو خبریال احمد اللوح د غزې په مرکزي برخه د نصیرات بازار سیمه کې د ملکي بېړني حالت پر مرکز هوايي برید کې وژل شوی او دا د دې رسنۍ پنځم کارکوونکی دی چې په څه باندې یوه کال کې په غزه کې وژل کېږي.

د یادونې ده، د تېر کال له اکټوبره تر اوسه په غزه او لبنان کې لږ تر لږه ۱۳۷ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي کې وژل شوي‌ دي.

بلخوا، الجزیرې بیا راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې غزه کې د اسرائیل بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، په تېر څه باندې یو کال کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۴۹۷۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۶۷۵۹  نور ټپيان شوي دي.

Views: 4