د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او برخلیک ټاکونکې لوبه کې کوربه زمبابوی لوبډلې ته د درېیو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ د وروستۍ لوبې پچه هم افغان لوبډلې وګټله خو دا ځل یې دسیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې خورا ښه توپ اچونه وکړه او د کوربه زمبابوې لوبډلې ټول لوبغاړي یې د ۱۲۷ منډو جوړولووروسته له ډګره بهر کړل.
د افغان اتلانو په ګټه لوبډلمشر راشد خان توپ اچونه وکړه او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې، دغه راز عظمت الله عمرزي، مجیب الرحمن او نوینالحق هم غوره توپ اچونه وکړه او هر یوه ۲ ویکټې ترلاسه کړې.
افغان لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه او دغه هدف یې درې توپه وړاندې د ۷ ویکټو په زیان بشپړ کړ او دغه سترهلوبلړۍ یې ۲–۱په خپله بریا پای ته ورسوله. د افغان لوبډلې په ګټه تکړه عظمت الله عمرزي ۳۴، ګلبدین نایب ۲۲ او محمد نبي ۲۴ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې پرمټ یې افغان لوبډلېذله یوې خورا عالي لوبې وروسته دغه هدف بشپړ کړ.
عظمت الله عمرزی، چې د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه درلوده او په توپ اچونه کې یې د دوه ویکټو ترڅنګ په توپوهنه کې ۳۴منډې هم جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نوموړي ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه ښي لاسي چټک توپ اچوونکي نوین الحق هم د زمبابوې پر وړاندې لوبلړۍ کېډېره ښه توپ اچونه وکړه او په درې لوبو کې یې ۸ ویکټې ترلاسه کړې چې پرمټ یې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړیوالو شلاوریزو سیالیو د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
افغان لوبډله به له دې وروسته د یادې لوبډلې پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې سهشنبې په ورځ به په همدې هرارې کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې د روانې دسمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې به دوام ومومي.
Views: 7