د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون خپل پخوانی متحد او سیاستوال فرانسوا بایرو د دغه هېواد د لومړي وزیر په توګه ټاکلی دی.

ګارډین راپور ورکړی چې ۷۳ کلن بایرو د فرانسې له سوېل‌لوېدیځ څخه او د «میانه‌رو» ګوند مشر دی چې د ښوونې او روزنې په وزارت او د «پایو» په ښاروالۍ کې د کار تجربه لري.

هغه له ۲۰۱۷ راهیسې د مکرون د واکمن ایتلاف برخه و او خپله درې ځله ولسمشرۍ ته نوماند شوی دی.

فرانسوا بایرو په داسې حال کې دغه مقام ته رسېدلی چې فرانسه له سیاسي ناورین سره مخ ده.

د فرانسې ځینې سیاستوال او شنونکي پر دې باور دي چې هغه کولای شي په فرانسه کې اوسنی سیاسي ناروین مدیریت کړي.

د ویلو ده چې فرانسوا بایرو د فرانسې پارلمان له لوري د میشل بارینه د نه باور رایې له امله دې چوکۍ ته ټاکل شوی دی.

د یادونې ده، په روان زېږدیز کال کې بایرو د فرانسې څلورم لومړی وزیر دی.

Views: 10