د کډوالۍ نړېوال سازمان (IOM)وایي، په تېرو نږدې دوو کلونو کې ۳،۶ میلیون افغانان بهر ته کډوال خو په همدې موده کې بیا ١.٧ میلیون افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ایاواېم د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې په افغانستان کې جمهوریت سقوط وکړ او نوی سرپرست حکومت رامنځته شو، نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.
په دغه راپور کې راغلي، په دې دوو کلونو کې درې اعشاریه شپږ میلیون افغانان له افغانستانه کډوال شوي چې په دې کې ۷۰ سلنه یې ایران، ۱۸ سلنه یې پاکستان، ۱۱ سلنه ترکیې او اروپا او دوه سلنه نورو هېوادونو ته تللي دي.
دغه سازمان وايي، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې هغه مهال چې طالبان بیاځلي پر افغانستان واکمن شول، یو اعشاریه ۹ میلیون افغانان له خپل هېواده ووتل.
سرچینې زیاته کړې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې ۴۰ سلنه افغانان له کابل، هرات، ننګرهار، فاریاب او تخار ولایتونو کډوال شوي او ۶۰ سلنه نور په نورو ولایتونو پورې اړوند دي.
خو په دغه راپور کې راغلي، په همدغو دوو کلونو کې ۱ اعشاریه ۷ میلیون افغان کډوال د کوربه هېوادونو د فشارونو له امله بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه راز په راپور کې راغلي، په دې کې ۶۰ سلنه یې له ایران، ۱۷ یې له پاکستان، ۱۱ سلنه له ترکیې او اروپا او دوه سلنه یې له نورو هېوادونو ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د جمهوریت له سقوط وروسته ډېر شمېر هېوادونو له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکولو پروګرامونه پیل کړل.
د سرچینې معلوماتو له مخې، لا هم زیات شمېر افغانان په غیرقانوني لارو له خپل هېواده د وتلو په حال کې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې د غبرګولي په اوومه نېټه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني ویلي وو چې په تېرو شاوخوا شلو میاشتو کې له بېلابېلو هېوادونو یو میلیون او ۳۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه زیاته کړې وه چې اوس هم له اووه میلیون ډېر افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي.
Views: 6