د متحده ایالتونو نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID)او د قطر د ټولو لپاره د زدهکړو بنسټ (EAA) په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
ګلف ټایمز نن (دوشنبه، د لېندۍ ۱۹مه) د دوحې د کلنۍ ناستې په څنډه کې د یاد هوکړهلیک له لاسلیکېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې یاده اندازه پیسې به په افغانستان کې لومړنیو او لوړو زدهکړو ته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لاسرسي ډېرېدو په موخه ولګول شي.
د راپور له مخې، یاده مالي مرسته له زدهکړو بې برخو ۱۰۰ زرو ماشومانو د نوملیکنې او د افغان محصلینو لپاره د دوه زره تحصیلي بورسیو برابرولو لپاره په پام کې نیول شوې ده.
قطر او امریکا ژمنه کړې چې په افغانستان کې د زدهکړو د کیفیت د لا ښه والي لپاره به هڅه وکړي او زیاته کړې یې ده چې زدهکړې د ټولو انساني ټولنو اساسي حق دی.
د قطر هېواد د ټولو لپاره د زړه کړو د بنسټ عامل مدیر محمد الکوبیسي ویلي چې زده کړې د ټولنو د ځان بسیاینې او پیاوړتیا لپاره لازمې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې مدیر جویل سندفور ټینګار کړی چې دغه بنسټ د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو برخه کې خپلو هڅو ته ژمن دی.
دواړو هېوادونو څرګنده کړې چې د هغوی مشارکت د افغانستان د زدهکړو سکټور د پیاوړتیا لپاره د همکاریو پر ښه کېدو متمرکز دی.
Views: 10