د المپیک ملي کمېټه وایي، افغان ورزشکارانو د مصر په کوربهتوب د پهلوانۍ په نړۍوالو سیالیو کې یو د نقرې، دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه ګټلي او دویم مقام یې خپل کړی دی.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، پرون د «ابراهیم مصطفی» په نوم د پهلوانۍ سیالۍ د مصر په قاهره ښار کې ترسره شوې چې د افغانستان په کډون د اتو هېوادونو ورزشکارانو په کې برخه اخیستی وه.
سرچینې ویلي، په دغو سیالیو کې له فغانستان څخه نهو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې یو د نقرې، دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه یې ګټلي او په دغو سیالیو کې یې دویم مقام خپل کړی دی.
د المپیک ملي کمېټې ویلي، په دغو سیالیو کې پنځه افغان ورزشکارانو د «ګریګورمن سبک» او څلورو وزشکارانو د «ازادې پهلوانۍ سبک» کې ګډون کړی و.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې مصر د ډېرو مډالونو په ګټلو سره لومړی، افغانستان دویم، اردن درېیم، بلغاریا څلورم او چین پنځم ځای خپل کړی دی.
Views: 5