د کاناډا د کډوالۍ چارو ادارې ويلي چې ۳۴۳ نور افغان کډوال يې دغه هېواد انتقال کړي او د روان میلادي کال تر وروستیو به لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.
د کاناډا هېواد د کډوالۍ چارو ادارې (IRCC) دغه خبر تېره ورځ (د زمري ۴مه) په خپله ټويټرپاڼه کې خپور کړی دی.
سرچينه وايي، یاد شمېر افغان کډوال د کاناډا هېواد ټورنټو ښار ته انتقال شوي خو دا یې نه دي ویلي چې هغوی يې له کوم هېواده انتقال کړي دي.
سرچینې لیکلي، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې کاناډا ته ۳۵۰۰۰ افغان کډوال رسېدلي دي.
خبر زیاتوي، یاد هېواد به د روان میلادي کال تر پایه لږ تر لږه ۴۰ زره افغانان ومني.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۲مه کاناډا ۳۰۹ افغان کډوال د دغه هېواد کلګري ښار ته انتقال کړي وو.
Views: 29