بریالۍ څېرې؛ د المان د کولن پوهنتون دوکتورا ته نومانده او د ښځو د حقونو فعاله مژده ابراهیمي

نوومبر 30, 2024

د «بریالۍ څېرې» خپرونه کې مو دا ځل د المان د کولن پوهنتون دوکتورا ته نومانده او د ښځو د حقونو فعاله مژده ابراهیمي مېلمنه ده.

مژده ابراهیمي په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې زېږېدلې او په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله هغه مهال چې دا اته کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره المان ته کډواله شوې ده.

هغې خپلې زده‌کړې د بن پوهنتون کې د اسیایي مطالعاتو څانګه کې د لیسانس تر کچې سرته رسولې او وروسته یې د اسیا ټولنې او اقتصاد برخو کې ماسټري کړې ده. ابراهیمي اوسمهال په بن پوهنتون کې د مېرمنو د کډوالۍ برخه کې پر څېړنه بوخته ده او د دوکتورا د نوماندې په توګه فعالیت کوي.

هغې د کډوالو له ټولنې سره د ټولنیزو رسنیو، ژباړې او افغان کډوالو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو له لارې ډېرې ارزښتمنې مرستې کړې دي؛ د تېرو کلونو په اوږدو، په ځانګړې توګه په لاریونونو او کمپاینونو کې د فعال ګډون له لارې یې په المان کې د افغان مېرمنو غږ پورته کړی او الماني ټولنې ته یې د افغان ښځو نوی تصویر ورپېژندلی دی.

مژده ابراهیمي د خپلو پرله‌پسې هڅو له امله په ټوله نړۍ کې افغان کډوالو او مېرمنو ته د مقاومت، هیلو او پرمختګ یوه بېلګه ده.

Views: 190