د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې په روانه میلادي میاشت کې به د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي.

دغه سازمان نن (دوشنبه) په یوه اعلامیه کې د دې غونډې د ترسره کولو خبر ورکړی، خو د جوړېدو د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما د پلاوي مشره روزا اوتونبایوا، د ایکوادور سفیر اندرس مونټالوو سوسا به د افغانستان د بندیزونو کمېټې د رییس په توګه او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو مقام خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه راز ویلي چې د افغانستان د مدني ټولنې یو استازی به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي او له رسمي غونډې وروسته به د تړلو دروازو تر شا نورې خبرې اترې هم وشي.

د یادولو ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د وږي میاشتې په ۲۲مه هم د افغانستان په اړه یوه ناسته وکړه.

 

Views: 3