د کاناډا د بشري همکاریو ټولنې د رامنځته کېدو لمړۍ ناسته ترسره شوه

نوومبر 27, 2024

د کاناډا د بشردوستانه همکاریو (Canada Humanitarian Initiatives) تر نامه لاندې د ټولنې لمړنۍ ناسته ترسره شوله. په دې ناسته کې چې یو شمېر اونټاریو مېشتو افغانانو برخه اخېستي وه، د دې ټولنې بنسټګرې موسکا ترین وویل چې، د دې ټولنې له لارې به په افغان کډوالو سربېره دلته د نورو هېوادونو د کډوالو لپاره هم خدمتونه وړاندي کېږي.

په دې ناسته کې ځېنو ګډونوالو د کاناډا مېشتو افغانانو تر منځ د کورني تاوتریخوالي د قضییو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړه. همدارنګه د نوو راغلوو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو یې هم خبري وکړي. د ناستې بشپره راپور او د دې ټولنې له بنسټګرې موسکا ترین سره لنډه مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټوب چینل کې وګورئ.

Views: 9