د امریکا ولسمشر جو بايډن وايي، اسرائيل او حزبالله دواړو د دوه مياشتني اوربند هوکړه منلې او دغه اوربند به پر ځایي وخت نن چهارشنبې څلور بجې پلی شي.
جو بایډڼ په یوه خبري ناسته کې ویلي، دغه پرېکړه به لبناني ځواکونو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د خپل هېواد پر ټولو سیمو ولکه ټينګه کړي او دواړو خواوو ته به ملکې خلک خپلو سیمو ته ستانه شي.
د هغه په وینا، د اوربند اصلي موخه دا ده چې په سیمه کې دایمي دښمنۍ پای ته ورسېږي.
د ده په خبره، اوس انتخاب د حماس په لاس کې دی چې برمته کسان خوشي کړي او جګړه پای ته ورسوي.
راپور کې راغلي، بایډن او فرانسوي سیال یې امانویل مکرون په ګډ بیان کې غوښتنه کړې چې دواړه خواوې باید د اوربند پر هوکړه تر پایه ودرېږي.
له بل لوري د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، لکه څنګه چې د لبنان خلک د امنیت او سوکالۍ مستحق دي، د غزې خلک هم دا حق لري او هغوی هم د جګړې او بېځایه کېدو د پای ته رسولو مستحق دي.
Views: 1