د هند کرکټ غوره‌ليګ (ای‌پي‌اېل) د راتلونکي کال سیالیو کې به د راشدخان په ګډون اووه افغان لوبغاړي له بېلابېلو لوبډلو سره ولوبېږي.

د هند د کرکټ غوره‌لیګ (IPL) د ۲۰۲۵ کال اتلسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر تېره (یکشنبه او دوشنبه) د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شو.

د لوبغاړو د بولي دې مراسمو ته د ۱۸ افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او هند څخه شاوخوا ۵۷۴ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شوي وو.

د بولي په لومړۍ ورځ چې تېره یکشنبه ترسره شوه دوه افغان لوبغاړي رحمن‌الله ګربز د کلکتی لوبډلې له لوري په دوه کروړه هندي کلدارو او نوراحمد لکڼوال د چینای لوبډلې له لوري په لس کروړه هندي کلدار وپېرل شول.

یادو سیالیو لپاره د لوبغاړو د بولي په دویمه ورځ چې تېره شپه پای ته ورسېده، څلور نور افغان لوبغاړي الله‌محمد غضنفر د ممبی لوبډلې له لوري په ۴.۸۰ کروړه هندی کلدارو، فضل‌الحق فاروقي د راجستان رایلز لوبډلې له لوري په دوه کروړه هندي کلدارو، عظمت‌الله عمرزی د پنجاب لوبډلې له لوري په ۲.۴۰ کروړه هندی کلدارو او کریم جنت د ګجرات ټایټنز لوبډلې له لوري په ۷۵ لکو هندي کلدارو وپېرل شول.

په دغو سیالیو کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل‌اووریزو لوبو لوبډلمشر راشد‌خان هم لوبېږي چې د ګجرات ټایټنز لوبډلې له تېر کاله ځان سره ساتلی او بولي ته یې وړاندې نه‌کړ.

د یادونې ده، اوس‌مهال ۲۲ افغان لوبغاړي د ابوظبۍ لس‌اووریزو سوداګریزو سیالیو کې هم لوبېږي چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي.

Views: 11