د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې د «کاپ۲۹» ناسته د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره، ډېرو بېوزله هېوادونو ته په کال کې د ۳۰۰ میلیاد ډالرو په ځانګړي کېدو پای ته ورسېده.
دغه هوکړه د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې په اضافي وخت کې د دوه اونیزې ناستې په ترڅ کې شوې ده.
د هوکړې له مخې، بډایه هېوادونه به تر ۲۰۳۵ کاله ډېرو بېوزله هېوادونو ته په کلي ډول ۳۰۰ میلیارد امریکايي ډالر ورکوي چې دغه مرستې به سر له راتلونکي کاله پیل شي.
په همدې حال کې، پر یاده هوکړه مرسته ترلاسه کوونکو هېوادونو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې دغه مرستې بسنه نه کوي.
د هند د پلاوي استازي چانډني راینا له دې ناستې وروسته ویلي: «له بده مرغه چې دغه سند له یوه ظاهري توهم پرته بل څه نه دي؛ هغه ستونزه چې موږ ټول ورسره مخ یو، موږ د دغه سند له تصویب سره مخالف یو.»
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د اقلیم رییس سیمون اسټیل هم ویلي چې دغه تړون به د پاکې انرژۍ د ودې او د میلیادونو انسانانو د ژوند ژغورلو لامل شي.
Views: 7