ډاکټر نجیب‌الله ته د افغان وژنې څومره مسوولیت ورګرځي؟ د هغه له ورور صدیق‌الله راهي سره مرکه

نوومبر 22, 2024

افغانستان په وروستۍ نیمه پېړۍ سیاسي مزل کې خورا ډېر کاواکه او بې‌ثباته شو او د سیالانو له کتاره ووت؛ په دې کې تر ډېره ګوته د ثور ۷مې کودتا ته نیول کېږي، هغه مهال چپي ګوندونو په افغانستان کې د سردار محمدداود خان پر حکومت کودتاه وکړه او د یوې لویې غمیزې او اوږدمهالې بې‌ثباتۍ بنسټ یې کېښود خو ولې دغه ګوندونه د هغه وخت د شوروي زبرځواک له خوا وکارول شول؟

بل دا چې د چپي ګوندونو تېروتنې څه وې، د کې‌جي‌بي جاسوسان پر چا ورټول وو، د ډاکټر نجیب د واک وروستۍ ورځې څرنګه وې، د ملګرو ملتونو دفتر ته یې ورتګ په څه ډول و او په هېواد کې د وروستیو ناخوالو څومره مسوولیت ورګرځي؟

په دې اړه مو نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله له ورور صدیق‌الله راهي سره مرکه کړې ده چې پام مو ورته را اړوو.

Views: 5