د اسټرالیا دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو له لوري د ترسره شوو جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره یې روټ مک‌کال د استازي په توګه ټاکلی دی.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د قربانیانو کورنیو ته به په نغدي او غیرنغدي توګه غرامت ورکړل شي.

د اسټرالیا د لومړي وزیر مرستیال د دغه استازي ټاکل د اسټرالیايي قاضي پاول بریرټون له لوري په ۲۰۲۰ کال کې د چمتو شوي راپور پایلو ته د دغه هېواد د ځواب ویلو په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

پاول بریرټون په خپل راپور کې د اسټرالیايي ځواکونو له لوري د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو له امله د ۳۹ بې‌ګناه افغان وګړو وژل کېدل په ډاګه کړي دي.

یاد استازی داسې مهال ټاکل کېږي چې تېر کال د اسټرلیا د دفاع وزیر رچارډ مارل ویلي و، د دغه هېواد دولت په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لارې چارې څیړي.

 

 

Views: 37