د کورنیو چارو وزات وايي چې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر یو شمېر «عبادت کوونکو» د وسله‌والو له لوري ‌ډزې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.

د نهرین ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، تېره شپه د نهرین ولسوالۍ  بازار ته څېرمه د «سید پاچاجان» په نوم یوه زیارت کي پر «عبادت‌کوونکو» ډزې شوې.

هغه زیاته کړه: «داسې ویل کېږي چې دغه وسله‌وال برید د شپې ناوخته زیارت کې پر عبادت‌کوونکو شوی، دغه زیارت کې به د هرې جمعې په شپه یو شمېر کسان سره را ټولېدل خو دقیق نده معلومه چې په دغو ډزو کې به څومره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم ته دغه پېښه تایید کړه.

نوموړي وویل: «د بغلان نهرین ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې د اهل تصوف او ذکر یو شمېر کسان د عبات لپاره راټول شوي وو چې ‌ډزې پرې شوې چې له امله یې لس کسان مړه شوي.»

بلخوا، د بغلان امنیه قومانداني هم یاده پېښه تاییدوي خو وایي چې په اړه به یې نور جزئیات له پلټنو وروسته شریک کړي.

Views: 2