پاکستاني رسینو ويلي، ناپېژانده وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی او اووه پولیس یې له ځان سره بیولي دي.

د پاکستان جيو ټلوېزیون د راپور له مخې، سيمه کې د پولیسو افسر ضیاءالدین ورته ویلي چې تېره ورځ مازدیګر ناپېژانده وسله‌والو په بنو کې د «روچه» پر پوستې برید وکړ او اووه پوليس یې له وسلو سره نامعلوم ځاى ته لېږدولي دي.

د جيو د راپور له مخې، یاد شوي پوليس سليم، عقيل‌رحمان، ميوه‌جان، روشن، عبدالمالک، نعمت‌الله او شادمحمد نومېږي.

سرچينه زیاتوي، دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي مياشتې په سر کې د بنو په «بکاخېل پوليس سټېشن» سيمه کې ناپېژانده وسله‌والو د پوليسو يو افسر له خپل کوره تښتولی و .

 

Views: 14