د افغانستان کرکټ بورډ د نابینایانو د شل‌اوریزه نړۍوال جام سیالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نابینایانو شل اوریزه نړۍوال جام سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۲۳مه په پاکستان کې پیلېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادو سیالیو لپاره یې نن ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړ.

په دغه نوملړ کې اباسین سیلاب لوبډلمشر، فهیم مرستیال لوبډلمشر، شرافت ویکټ ساتونکی، فرمان‌الله، سمیع‌الله، عبدالله، اسدالله خان، غلام خان، بریالی ساحل، سردار ولي، عبدالمالک، اجمل، روح‌الله، دوران، عزت‌الله او ذبیح‌الله شامل دي.

د یادونې وړ ده، د نابینایانو نړۍوال جال سیالۍ به د راتلونکې دسمبر میاشتې تر درېیمې نېټې پورې په پاکستان کې دوام ولري.

Views: 15