د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر او د دغه هېواد په بن ښار کې د افغانستان کونسل له خپلو دندو استعفا کړې ده.

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر یما یاري له خپلې دندې استعفا کړې ده.

هغه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د رامنځته شوي وضعيت په پام کې نيولو سره د کوربه هېواد سياسي موقف او د هغوی غوښتنې ته په کتو له خپلې دندې استعفا کوي.

ده زياته کړې: «په وروستيو مياشتو کې د اروپا او نړۍ په ځينو برخو کې د افغانستان د يو شمېر استازوليو له خوا د کونسلي اسنادو د طی مراحلو بهير د کابل د رسمي تعامل د نشتوالي له امله له اساسي ستونزو سره مخ شوی دی.»

ياري ويلي چې د سفارت چارې په رسمي ډول «خپلو همکارانو» ته سپاري.

د راپور له مخې، د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسل، سید لطف‌الله سادات هم له خپلې دندې استعفا کړې ده.

سادات ويلي چې د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او يا د هغو د بندېدو د مخنيوي په موخه یې دغه ګام اوچت کړی.

خو طالبانو او جرمني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 11