د کاناډا یو له ارزښتمنو ګنجینو سفر؛ هغه ځای چې د ژوند کیسه لا هم د پرانیستو په حال کې ده.

نوومبر 16, 2024

د اوتاوا ښار په زړه کې، هغه ځای چې علم او تاریخ یو بل سره رانغاړي، د طبیعت ښکلاوو کشفولو لپاره یو ځای شتون لري؛ د هغو طبیعي ښکلاوو یادون چې زموږ نړۍ ته یې بڼه ورکړې؛ دلته د کاناډا د طبیعت موزیم یا نندارتون دی؛ یو عالي بنسټ چې هر فسیل، هره بڼکه او هر کرسټال یې د طبیعت یو داستان بیانوي؛ دغه موزیم له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې زموږ د ستوري (ځمکې) د تېر، اوس او راتلونکي لپاره د درک یوه دریڅه ده.

د ځمکې په ګالري کې زموږ د ستوري (ځمکې) جوړېدو داستان په روښانه توګه بیانېږي؛ خوځنده ځواکونه چې زموږ نړۍ ته شکل ورکوي – زلزلې، اتشفشانونه او د تکتونیکي پاڼو کرار حرکت – په ډېرو ژوندیو بڼو نندارې ته اېښودل شوي. جذبوونکي کريسټالونه او کاني توکي چې د ځمکې په تل کې د میلیونونو کلونو په اوږدو کې رامنځته شوي، په زړه راښکونکي ډول نندارې ته اېښودل شوي، یاده ګالري په ځمکه کې د انساني فعالیتونو اغېزې هم په ګوته کوي او له موږ غوښتنه کوي چې د ځمکې د ایکو سیسټم په نازک تعادل کې خپل رول او د دوامدارو تګلارو ارزښت درک کړو.

د کاناډا د طبیعت موزیم یوازې یو موزیم نه دی؛ د طبیعي نړۍ لپاره پناه‌ځای هم دی؛ یاد موزیم د بشر ځيرکۍ، زموږ علمي پلټنو او هغه مسوولیت لپاره چې د طبیعي ښکلاګانو ساتلو لپاره یې پر غاړه لرو، یو یادګار او یادون دی.

Views: 8