افغانستان او هند د ډیپلوماتیکو او کلتوري اړیکو ډېر پخوانی تاریخ لري چې د ګندهارا یا Indus Valley civiliza پېر ته چې د مصر د نیل او بینالنهرین له تمدنونو سره هممهاله د اسیا په سوېل کې د غوړېدو په حال کې و، ورګرځي.
د افغانستان او هند اړیکې ښايي په درې یا څلورو مرحلو کې وڅېړل شي؛ په دغو ټولو دورو کې کابل له ډیلي سره د بل هر هېواد په پرتله پخوانۍ، پراخې او په ځینو برخو کې ګډې اړیکې لرلې دي.
دغه راز، سیاسي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکې کچې ته لوړ شوې او د جمهوریت تر وروستیو کلونو پورې ډېرې تودې وې او اوس بیا د تودولو لپاره هڅې روانې دي.
د جمهوریت په شلو کلونو کې هند د افغانستان د ثبات لپاره له کابل سره د شاوخوا درې میلیارد ډالرو مرسته وکړه چې له امریکا، اروپا او جاپان وروسته پنځم ستر مرستهکوونکی هېواد و.
افغانستان کې د څو لویو پروژو له ډلې یې د سلما بند، د افغانستان د پارلمان ودانۍ او په فراه کې د یوه لوی ترانزیټي سړک جوړول او پر شاتوت بند پانګونه یې څو نمونې دي.
د «ثبات» نننۍ خپرونه کې د ډیلي او کابل د سیاسي اړیکو تاریخ او اهمیت ته کتنه کوو؛ په بحث کې راسره د افغانستان د کابینې یو پخوانی وزیر ډاکټر میرویس بلخي چې په هند کې د افغان سفارت مرستیال او د جواهر لعل نهرو پوهنتون د نړۍوالو اړیکو استاد هم پاتې شوی، مېلمه دی.
Views: 2