د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات وویل چې افغان ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوي.

هغه زیاته کړه، د افغان او پاکستان د ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ به دغه سیالي د افغانستان پر وخت د سهار په لسو بجو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان، اماراتو او پاکستان نوولس کلنو کم‌عمره لوبډلو ترمنځ د سیالیو دغه لوبلړۍ پرون په متحده عربي اماراتو کې پیل شوه چې لومړۍ لوبه د اماراتو او پاکستان لوبډلو ترمنځ وشوه.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د نومبر په ۱۸مه له اماراتو سره او په ۲۰مه بیا درېیمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي او دغه راز د نومبر په ۲۴مه به له اماراتو ۱۹ کلونو لوبډلې سره ولوبېږي.

همدارنګه د دغو درې اړخیزو سیالیو پای‌لوبه به بیا د نومبر میاشتې په ۲۶مه د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د یادونې ده، د ۱۹ کلنو کم‌عمره افغان لوبډله به له یادو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د نومبر میاشتې په ۲۹مه پیلېږي.

Views: 13