دا ځل د «بریالۍ څېرې» خپرونه کې راسره د المان د لوبیک ښار یوه له لسو بریالیو څېرو سمسور واحدي مېلمه دی.
سمسور واحدي په کابل کې په یوه هنرمنده کورنۍ کې زېږېدلی؛ لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زدهکړې یې د کابل ښار په ښوونځیو کې پای ته رسولې او د لیسانس سند یې په اوکراین کې د سوداګرۍ او مدیریت برخه کې اخیستی دی.
واحدي په ۲۰۲۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره المان ته تللی او اوس له خپلو اولادونو سره د دغه هېواد په لوبیک ښار کې ژوند کوي. هغه په یوه کال کې الماني ژبه ترB2 پورې زده کړې او په ډېر لږ وخت کې په خپل ځانګړي استعداد سره له الماني ټولنې سره مدغم شوی دی.
سمسور د خپلو مثبتو فعالیتونو له لارې المانیانو ته د افغان کډوالو په اړه نوی تصویر ورکړی؛ د الماني ژبې د زدهکړې برخه کې د هغه هڅې او له الماني ټولنې سره یې ادغام د دې لامل شوي چې انځور یې د لوبیک ښار په موزیم کې ولګول او د ښاروالۍ له لوري د ښار یو له لسو بریالیو څېرو وپېژندل شي.
سمسور د الماني ژبې له زده کولو وروسته د یوه کوچني کاروبار په رامنځته کولو د کار بازار ته داخل شو. د خپل دوکان نوم یې All in One اېښی او د برېښنايي وسایلو، موبایلونو، د پیسو لېږد او کیلي جوړولو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
Views: 128