مسلکي افغانان څرنګه کولای شي د نوي اقتصادي پروګرام له لارې کاناډا ته راشي؟

نوومبر 13, 2024

د کاناډا دولت د مسلکي کډوالو لپاره د اقتصادي خوځښت (Economic Mobility) په نوم نوی پروګرام پیل کړی دی.

د دغه اقتصادي پروګرام له لارې ټول هغه افغانان چې پر انګلیسي ژبه برلاسي وي او ترڅنګ یې یو مسلک زده وي، کولای شي د کاناډا هېواد ویزه ترلاسه کړي.

یاد پروګرام هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره راجستر شوي وي.

وصال ټلوېزیون په دې اړه د کډوالۍ برخې له یوې وکیلې مریم حاجي‌محمد سره تفصیلي بحث کړی چې پام مو ورته را اړوو.

بشپړه خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره کتلی شئ

Views: 18