افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې د هر اړخیزې بېثباتۍ ښکار دی چې په سر کې یې سیاسي او امنیتي بېثباتۍ راځي؛ په دې موده کې په دغه هېواد کې لس واکمنۍ تېرې شوې چې نږدې هرې یوې یې ځان ته جلا کورنی او بهرنی سیاست غوره کړی دی او په دې سره یې د هېواد سیاسي بېثباتۍ ته یوه بله غوټه هم وراچولې ده.
په دغو شاوخوا ۵۰ کلونو کې هر واکمن فکر کړی چې د ده پالیسي افغانستان له سیاسي او امنیتي کړکېچه ژغورلی شي، خو واقعیت بیا بل څه شوی؛ تاریخ ثابته کړې ده چې په افغانستان کې هر سیاسي واکمن په خپلو ناسمو سیاستونو سره د افغانستان ثبات ته نه جبرانېدونکې صدمه رسولې ده.
خو اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ایا له دومره پېچلتیاوو او ستونزو سره سره افغانستان سیاسي ثبات ته رسېدلی شي؟ «ثبات خپرونه» کې مو دا ځل د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له پخواني رییس او د اوتاوا پوهنتون د نړۍوال سیاست د مطالعاتو مرکز له غړي ډاکټر فرامرز تمنا سره د همدې موضوع په اړه مرکه کړې چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 2