ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله دویمه لوبه له بنګله‌دېش سره وکړي.

دغه راز، افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې او ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه لوبه سبا وروسته له غرمې ترسره شي.

همدارنګه د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.

د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱مه له بنګله‌دېش سره ترسره کړي.

Views: 12