د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي وایي چې له یو ورځنیو نړۍوالو لوبو استعفا کوي.

پرون د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې افغان لوبډلې وګټله، په دې لوبه کې محمدنبي ۸۴ منډې وکړې.

له یادې لوبې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ یوه ویډیو خپره کړې چې په کې محمدنبي له بنګله‌دېش سره د خپلې لوبې په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه په یاده ویډیو کې نبي ته ویل کېږي، داسې ښه لوبه کول «موږ نور هم باوري کوي چې محمدنبي باید نور هم له موږ سره پاتې شي.»

خو محمدنبي یې په ځواب کې وایي: «ډېره به یې سره نه اوږدوو، ان‌شان‌الله په یو ورځنیو لوبو کې به له چمپین ټرافي وروسته خدای پاماني سره کوو.»

دغه راز، د چمپین ټرافي لوبې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په پاکستان کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، محمدنبي تر دې مهاله ۱۶۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او په یادو سیالیو کې یې د دوو سلیزو او ۱۶ نیمه سلیزو پر مټ ۳۵۰۰ منډې کړې دي.

 

Views: 10