له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د کابل پغمان کې د تېرې شنبې ورځې اورلګېدنه کې درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي او ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.
له پېښو سره د مبارزې امادهګۍ ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د سروې او ارزونې ګډو ټيمونو د راپور پر بنسټ، د کابل پغمان ولسوالۍ په قلعهٔ حیدر سیمه کې د ګاز یو شرکت د وروستۍ اورلګېدنې له امله درې تنه مړه او ۳۳ ټپیان شوي دي.
سرچينه لیکي، دغه راز په دې اورلګېدنه کې ۱۲ شرکتونه، ۶۴ کورونه، ۵۵ هټۍ او ۱۲ وسایط زیانمن شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د یادې ادارې مشرتابه د پېښې له قربانیانو سره غمرازې ترڅنګ ویلي چې د زیانمنو شوو کسانو لپاره د مرستو رسولو هڅې روانې دي.
دغه راز، سرچینې زیاته کړه چې په دې اړه یو غونډه کې په سوداګریزو مرکزونو او د تېلو او کازو پمپ سټېشنونو کې د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره د سخت تدابیر نیول کېدو په اړه خبرې شوې دي او پرېکړه شوې چې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره ژر تر ژر اقدامات وشي.
Views: 6