د طالبانو مرستیال ویاند وايي، د ټاکل شوي پلاوي لومړنۍ موندنې ښيي چې د ایران په کلګان دره کې پر افغان کډوالو چاودنې او ډزې شوې چې تر اوسه پورې دوه مړي او ۳۴ عیني شاهدان چې ټپیان هم په کې دي، هېواد ته را انتقال شوي دي.
د روان کال د تلې په ۲۵مه د ایران د بشري حقونو سازمان «حالوش» ادعا کړې وه چې د ایران سرحدي ځواکونو په ډزو کې افغان کډوالو ته درنه مرګژوبله اوښتې او دوو عیني شاهدانو د وژل شوو شمېر ۲۶۰ کسان ښودلی و.
وروسته د طالبانو د ریاستالوزرا مقام له لوري په دې اړه د راپورونو پلټنې په موخه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال محمدابراهیم صدر په مشرۍ یو پلاوی وټاکل شو.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمېر هېوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دوو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پېښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي، ځیني نور لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او راانتقالولو بوخت دی.»
هغه لیکلي، د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او پلاوی په دې اړه کار کوي، وروستي جزئيات به د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.
Views: 1