د اسرائیلو پارلمان داسې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې له فلسطیني کډوالو د م.م د ملاتړ ادارې فعالیت درول کېږي، خو ملګرو ملتونو دغه کار له نړۍوال قوانینو سرغړونه بللې او وایي چې دغه پرېکړه به بدې پایلې ولري.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسرائیلو پارلمان د دوشنبې په ورځ یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې له فلسطیني کډوالو د م.م د ملاتړ ادارې (UNRWA) فعالیت درول کېږي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، دغې پرېکړې د اسرائیل ځینې لویدیځ متحدین اندېښمن کړي؛ ځکه وېره لري چې دا به په غزه کې بشري وضعیت لا خراب کړي.
د راپور له مخې، د اسرائیل چارواکو د ملګرو ملتونو د یادې ادارې څو کارکوونکي تورن کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پر جنوبي اسرائیل باندې په برید کې دخیل وو، او څو نورو کارکوونکو یې د حماس او نورو وسلهوالو ډلو غړیتوب درلود.
د (UNRWA) ادارې مشر، فیلیپ لازاریني ویلي چې د اسرائیلو د پارلمان یاده پرېکړه د ملګرو ملتونو د منشور خلاف او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده.
هغه زیاته کړې: «دا په دوامداره توګه د یواېنارډبیلواې د بدنامولو او د دې ادارې د قانوني حیثیت د کمزوري کولو وروستۍ هڅه ده چې فلسطیني کډوالو ته خدمات وړاندې کوي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپل اېکسپاڼه لیکلي چې که د اسرائیلو له لوري یاد تصویب شوي قوانین عملي شي د فلسطیني کډوالو لپاره به بدې پایلې ولري.
هغه لیکلي: «زه له اسرائیل څخه غوښتنه کوم چې د ملګرو ملتونو تر منشور او نړۍوالو قوانینو لاندې خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي. ملي قوانین نشي کولی دغه ژمنې بدلې کړي.»
ده زیاته کړې چې یاده موضوع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کوي او د ملګرو ملتونو د یادې ادارې (یواېنارډبیلواې) لپاره بدیل نشته.
Views: 3