په ژوند کې هر شی د خپلو ځانګړتیاوو له مخې پېژندل کېږي؛ دغه څه ته د منطق په اصطلاح خاصه یا الوصف الأخص وېل کېږي، د اسلام الوصف الأخص یا خاصه او ځانګړتیا «وسطیت او اعتدال» دی.
اعتدال داسې یوه ځانګړتیا ده چې د اسلام په هر اړخ کې رعایت شوې ده؛ هغه که عقیده وي او که عبادات، اخلاق وي او که معاملات، سیاست وي او که سوداګري، د معرفت نظریه وي او که عملي اړخ… هيڅ یو اړخ داسې نه دی پاتې چې دا ځانګړتیا په کې په ډېر څرګند ډول رعایت شوې نه وي.
اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین دی؛ اعتدال د وسط او وسطیت معادل دی، اعتدال د ظلم او زیاتي ضد، پر عدل پرېکړه کول، تقویم، تسویه، مماثله، موازنه، مساوات او د انصاف په معنا دی.
وسطیت هغه غوره حالت دی چې انسان یو له طرفینو «افراط او تفریط» ته له تلو یا ښويېدلو ساتي، لکه بخل او اسراف چې وسط یې سخا ده؛ افراط او تفریط د اسلام منهج او لاره نه ده.
دغه راز، د اسلام مبارک دین، د سولې، امن او درناوي دین دی، له یوه موډرن، مدني او ولسواک ژوند سره په ټکر کې نه دی او د مستبد، متحجر، افراطي، خرافاتي، شاتګپال او دودیز ژوند د مسلمانانو په ګټه نه بولي، بل دا چې د ښځو له زدهکړو، کار او سیاسي فعالیتونو سره مخالفت نه لري.
نو ویلی شو چې اعتدال او یا منځلاريتوب یو اسلامي او انساني اصل دی؛ که په ژوند کې ټولې چارې د اعتدال په چوکاټ کې رامنځته شي او منځلاريتوب مراعات شي نو انسان په دنیا او اخرت کې هغه اصلي سعادت ترلاسه کولای شي چې اسلامي متون یې بیانوي.
نو دا چې په شرعي متونو کې د اعتدال معنا څه ده، په اسلام کې د اعتدال موضوع ولې مهمه ده او په ټولنه کې د اعتدال رعایت او پرې عمل کول څه ګټې لري؟ د «اعتدال» لومړۍ خپرونه کې مو د دغو موضوعاتو او پوښتنو په اړه د بحث لپاره د حج او اوقافو پخوانی وزیر او دیني عالم مولوي محمدقاسم حلیمي او استاد دکتور فضلالهادي وزین مېلمانه کړي چې پام مو ورته را اړوو.
Views: 2