ټاکل شوې د برېکس سرمشریزې په پای کې د روسیې ولسمشر د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي سره په منځني ختیځ کې د کړکېچ، د اوکراین وضعیت او ځینو نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
د برېکس په نوم د برازیل، روسیې، هند، چین او سوېلي افریقا ټولنې، سرمشریزه نن سه شنبه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په مرکز کازان کې پیلېږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.
کرملین ویلي، ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د همدې راتلونکې پنجشنبې په ورځ د اوکراین جګړې په هکله د ملګرو ملتونو له عمومي سرمنشي انټونیو ګوترېش سره وغږیږي.
په راپور کې راغلي، پوتین او ګوترېش به د ملګرو ملتونو فعالیتونو ترڅنګ په منځني ختیځ کې د کړکېچ، د اوکراین وضعیت او نورو نړۍوالو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړي.
ملګرو ملتونو له پوتین سره د ګوترېش د لیدنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د یاد سازمان د ویاند مرستیال فرحان حق په نیویارک کې خبریالانو ته یوازې همدومره ویلي چې انټونیو ګوترېش به د برېکس په غونډه کې ګډون وکړي.
Views: 9