د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) لوبډلې د ځوانانو په اسیا جام سیالیو کې هانګ‌کانګ ته لوبه وبایلله.

د کرکټ د ځوانانو اسیا جام سیالۍ په عمان کې روانې دي.

د نن لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان ابدالیان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په شلم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې وکړې.

په توپ‌وهنه کې د افغانستان په ګټه صدیق‌الله اتل ۵۲، کریم جنت ۲۱، نعمان شاه ۲۰ او دروېش رسولي ۱۸ منډې وکړې.

په مقابل کې د هانګ‌کانګ لوبډلې ورکړل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په شلم اوور کې پوره کړ او افغانستان ته یې د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې عبدالرحمن درې او قیس احمد بیا د هانګ کانګ لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې له دې مخکې سریلانکا او بنګله‌دېش لوبډلو ته ماته ورکړې وه او د دغو لوبو دویم پړاو ته یې لار پیدا کړې ده.

Views: 8