نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی چې ترکي سیاستوال فتحالله ګولن د امریکا د پېنسلوانیا ایالت په روغتون کې د زړه حملې له امله مړی شوی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، د «ګولن» خوځښت مشر فتحالله ګولن چې له ۱۹۹۹ زېږدیز کال راهیسې په پېنسلوانیا کې په جلاوطنۍ کې اوسېده، تېره ورځ د ۸۳ کلونو په عمر مړ شوی دی.
سرچینې د «هرکول»، ویب پاڼې په نقل راپور ورکړی چې ګولن د یکشنبې په ماښام په روغتون کې مړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، ګولن د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د سياستونو مخالف او ناراضي ترک او په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال کودتاه کې پر لاس لرلو تورن و.
Views: 8